د ارواښاد اسحاق ننگيال ژوند ليک

اسحـــــاق نـــنګیـــــــال پـــــــه ۱۳۳۵ لیـږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیـــږېـدلی دی. د پلارنوم یې مــحــمد یــوسف دی. لـــومــړی یـــې د لـــغــمــان ولایــــت پــــه روښــــان لیـسه کې زده کـــړې تـر سر کـــړې.  لـــه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کـابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او له فراغت وروسته دهــــمــــدغــــې اکــاډمــې  تدریسی غړی شو. ژورنـــا لیـــستیـــک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپـــاڼـــه کی دوام ورکړ. دلته یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کړه او هم یی زیـــاتــه موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننـــګیـــال د یــــوی لنډی مودی لپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شعــــر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروستـــــه وروستــــــه پــــیـــښـــور تـــه لاړ او هلته یی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کــــی کــــارپیل کـــــړ، چــی د ژونــــــد تــــر پــــایـــــه پــوری په همدغه اداره کی په خدمت بـــــوخت و. اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی.. په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایزی ګټلی دی.

 

 د ننــــگیــــــــــال ژونـــــــــــد لیـــــــــک

د ننگیال ژوند لیک په انگلیسی

دننـــــگیــــــــال پــــــه اړه شعــــرونــــه

د ننـــگیال دکلمه شوي شعرونــــــه

دننــــــگیــــــــال پــــــــه اړه لیـکنـــــې

د نــــــنـــــگـــــیـــال شـــــعـــــرونــــــــــــه 

د ننـــگیال شعرونه موسیقې سره

د ننــگیـــــــال انــــــــــځـــــــورونــــــــــه

د ننگیـــــــال پـــــــه یـــــاد غـــونـــډې

نــــــظــــرونـــــــه او پــیـــغـــــامـــــونه

زمـــــــــــــــوږ ســــــــــــــــره اړیــــــــکې

 
If you cannot properly view Pashto on this site then download our font. After download install it and then revisit this page. DOWNLOAD NOE